بيجنګ30 ستمبر(اے پی پی)د چين پايه تخت بيجنګ كښې د پاكستان سفارتخانې كښې د پاكستان وسله والو ځواكونو بهادرۍ او قربانيو ته د پېرزوينې وړاندې كولو س??ه د دفاع او شهيدانو ورځې په مناسبت سره يوه دستوره وشوه۔د چين پيپلز لبرېشن آرمي(ايئرفورس)ډپټي كمانډر ايئر مارشل جياژي ګانګ دستوره كښې د خاص مېلمه په حېث ګډون وكړو۔په دستوره كښې د چين اعلٰی سول او پوځي چارواكو۔د سفارتي كور غړو٬دفاعي اتاشي٬مېډيا استازو٬د پاكستان كميونټۍ غړو او د سفارتخانې افسرانو پشمو?? نورو مېلمنو په لوي شمېر ګډون وكړو۔بيجنګ كښې د پاكستان سفارت لخوا جاري شوي بيان له مخې د دستورې پېل د قامي ترانې څخه وشو ٬ د دې نه پس د خوږ هېواد دفاع له د خپلو ځانونو قربانۍ وړاندې كوونكو شهيدانو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو لپا??ه د لږ وخت لپاره خاموشي اختيار كړی شوه۔په چين كښې د پاكستان سفير خليل هاشمي دستورې ته خطاب كښې د دفاع ورځ په اهميت رڼا اچولو س??ه د هېواد دفاع كښې د پاكستان پوځ ځوانانو بهادرۍ٬عزم او لازواله قربانو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړې۔سفير خليل هاشمي د پاكستان ا?? چين ترمينځه قوي روابط او په خاص توګه دفاعي څانګه كښې په شراكتدارۍ او مرسته زور راوړو ۔ده ووئيل پاكستان چين سره خپلو قوي اړيكو ته ډېر اهميت وركوي او په منطقه كښې د امن ا?? سلامتيا شريك اهداف مخ په وړاندې بوتللو له عزم لري ۔په دستوره كښې د كال 1965 جنګ په پېښو پريزنټيشن هم وركړے شو چ?? پكښې د پاكستان وسله والو ځواكونو د بهادرۍ كارنامې شاملې وې۔په دې موقع يو دستاويزي فلم ه?? وښودلې شو چ?? پكښې د پاك پوځ كاميابو٬ د طبعي آفتونو مخ نيوي له مرسته٬امن مشن ا?? سيمه ايز استحكام كښې د هغوي كردار رامخې ته كړو۔(
Nguồn bài viết : Thống kê 2 số cuối giải đặc biệt theo năm